ډېر لوستل شوي

له عین‌الاسد هوايي اډې امريکايي ځواکونه وتلي

د عراق دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د عراق په لوېدیځ کې له عین‌الاسد هوايي اډې څخه د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه وتلي او د یادې پوځي اډې بشپړ واک اوس د عراقي امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

ياد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، له دې هوايي اډې د بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړه د امريکا او عراق ترمنځ د پخوانۍ هوکړې پر بنسټ شوې.

بل لور ته، رویټرز د عراق د پوځ له قوله راپور ورکړی، چې که څه هم د امریکا په مشرۍ ځواکونه له اډې وتلي، خو د ځینو تخنیکي او لوژستیکي اړتیاوو له امله لا هم د بهرنیو ځواکونو محدود شمېر سرتېري په اډه کې شتون لري. د یادونې وړ ده، چې واشنګټن او بغداد په ۲۰۲۴ کال کې هوکړه کړې وه، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه به په څو پړاوونو کې له عراق څخه ووځي؛ د هوکړې له مخې، د ځواکونو یوه برخه تر ۲۰۲۵ کال پورې او پاتې نور به تر ۲۰۲۶ کال پورې له دغه هېواد ووځي.

اړوند خبرونه