د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې لپاره د سولې د نوي بورډ د جوړېدو طرحه لري، چې له مخې به یې له هر ګډونوال هېواده د غړیتوب په بدل کې له یو میلیارد ډالرو زیاتې پیسې غوښتل کېږي.
بلومبرګ راپور ورکړی، چې ټاکل شوې ټرمپ پخپله د یاد بورډ مشري پر غاړه ولري او هر هېواد به د درېیو کلونو لپاره د غړیتوب حق ترلاسه کوي، خو هغه هېوادونه چې په لومړي کال کې له یو میلیارد ډالرو زیات مالي مرسته وکړي، د وخت له دې محدودیت څخه به مستثنا وي.
سرچينه زیاتوي، ځینې بيا اندېښنه لري چې ښايي دغه نوښت د ملګرو ملتونو د بدیل یا سیال جوړښت بڼه خپله کړي. د سولې بورډ لپاره د ټرمپ په دې طرحه کې راغلي، چې دا بنسټ به نه یوازې د غزې، بلکې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ثبات ټینګښت، مشروع حکومتولۍ ملاتړ او په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي.

