د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي بنګلهدېش ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال محبوب الرحمن سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د کوربه هېواد له لوري د اسلامي امارت د پلاوي هرکلی شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دواړو لوريو د سوداګریزو هوکړو پر لاسلیک، بانکي اسانتیاوو، افغان توکو ته د ترجیحي تعرفو پر ورکولو، د سوداګرۍ حجم پر زیاتوالي او افغانستان ته د درملو او ټوکرانو پر واردولو هر اړخیز بحث شوی دی.
دغه راز دواړو لوريو هوکړه کړې، چې په کابل او «ډهاکه» کې ګډ سوداګریز نندارتونونه جوړ کړي، سوداګریزې اتشې معرفي کړي او د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو لپاره ګډه کمېټه رامنځته کړي.

