د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې امريکا د اسراييلو پوځ ته د لاکهېډ مارټين شرکت درې نوې «اېفـ۳۵» جنګي الوتکې ورکړې دي.
په راپور کې د چارواکو په حواله ويل شوي، دا اقدام د صهونيست رژيم د غوښتنې پر بنسټ شوی او د ایران له روان کړکېچ سره هېڅ تړاو نه لري.
د دغو نويو الوتکو په رسېدو سره د اسراییل د هوايي ځواک د «اېف-۳۵» جنګي الوتکو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی. د اسراییلي پوځ په وینا، دغه درې الوتکې له متحده ایالتونو څخه د اسراییل سوېل ته الوتنې کړې او د اسراییلي هوايي ځواک د ۱۱۶ او ۱۴۰ سکواډرونونو سره به یوځای شي.
راپور زیاتوي، چې دغه الوتکې د اسراییل د ۵۰ «اېف-۳۵» جنګي الوتکو د غوښتنې برخه دي، او د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مارچ او اپرېل میاشتو پر مهال نورې شپږ ورته الوتکې هم سپارل شوې وې.
د اسراییل او امریکا ترمنځ د پېرود تړونونو له مخې، تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې ټولټال ۷۴ «اېف-۳۵» جنګي الوتکې اسراییل ته وسپارل شي.
«اېف-۳۵» جنګي الوتکې د امریکا د لاکهېډ مارټین شرکت لهخوا جوړېږي او د نړۍ تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې پرمختللې ټکنالوژي یې د امریکا په واک کې ده.

