ډېر لوستل شوي

اندونيزيا کې افغان سفير د «معراج‌النبي (ص)» غونډه کې کډون کړی

جاکارتا کې د افغانستان سفير سعيدالله بلوچ د اندونيزيا د ديني چارو وزارت له لوري د «معراج‌النبي (ص)» په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی دی.
په اندونيزيا کې د افغانستان سفارت وايي، په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفيرانو، ډيپلوماټيکو استازو، لوړپوړو دولتي چارواکو او علمي‌ـ‌‌‌‌‌ټولنيزو شخصيتونو پکې ګډون کړی وو.
دغه راز په دې غونډه کې د لمانځه پر ارزښتونو سربېره پر ټولنيزو اخلاقو، مسووليت منلو او د چاپېريال ساتنې پر پياوړتيا هم ټينګار شوی دی.

اړوند خبرونه