د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو یو تښتول شوی کس د انسانتښتوونکو له منګولو روغ رمټ ژغورلی دی.
د ښاغلي قانع په وينا، له تښتول شوي کس د يو ميليون ډالرو غوښتنه کېده او د عملياتو په ترڅ کې انسانتښتوونکي له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په مرکز سربېره يو شمېر ولايتونو کې ګڼ تښتول شوي ماشومان د اختطافګرو له منګولو ژغورلي.

