هسپانیا کې د دوو چټکو رېل ګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغه هېواد دولتي رسنۍ وايي، پېښه تیره ورځ د «ادموز» په سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې د مرګژوبلې ترڅنګ ګڼ شمېر کسان لا هم په اورګاډو کې بند پاتې دي.
د دې پېښې لامل تر ۳۰۰ ډېر سپرلۍ بار د اورګاډي درې وروستيو واګونو له پټلۍ څخه وتل او د يو بل چټک سرعت اورګاډي سره ټکر ښودل شوي دي.
د هسپانیا د ټرانسپورټ وزیر اسکار پوینته په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې له پېښې وروسته د یادې پټلۍ ټول رېل ګاډي بېرته خپلو لومړنیو تمځایونو ته ګرځول شوي دي.
بلخوا، د هسپانیا پاچا او ملکې چې دا مهال په اتن کې دي، د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.
چارواکي وايي، دا د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې نه دي او امکان لري د قربانیانو شمېر لا هم زیات شي.

