ډېر لوستل شوي

کابل ته رارسېدلې د اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه ۱۶٫۵ ټنه وزن لېږدولی شي

د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې د اريانا افغان هوايي شرکت يوه ځانګړې چارټر کارګو (Boeing-737-300) الوتکه نن کابل نړيوال هوايي ډګر ته رارسېدلې ده.
د یاد ریاست په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا الوتکه يو مسير د شاوخوا ۱۶٫۵ ټنه وزن د لېږد ظرفيت لري، او د سوداګريزو توکو د لېږد په موخه به د ډهلي سکټور لپاره ځانګړې شي.
د سرچینې په وینا، د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا فرصت برابر شي چې خپل سوداګريز اموال پر وخت، ارزانه، خوندي او چټکه توګه نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه کارګو الوتکه يو مسير د شاوخوا ۱۶٫۵ ټنه وزن د لېږد ظرفيت لري او د محتده عربي اماراتو د سرپلیکس قراردادي کمپنۍ سره يې د شپږو مياشتو لپاره رسمي تړون شوی دی.

اړوند خبرونه