د لوړو زدهکړو وزير شيخ ندا محمد نديم «د مسلک او مهارت» تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ويلي، چې له امنيت پرته په هېڅ ټولنه کې د علم زدهکړه او پرمختګ شونی نهدی.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي نديم په حواله ويلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې دا مهال امنيت ټينګ کړی او هوډ لري، څو د علم او پوهې په ډګر کې له نړۍ سره سيالي وکړي.
د لوړو زده کړو وزير د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې لاسته راوړنې ستايلې او دې ادارې ته يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. شيخ ندا محمد نديم زياته کړې، اوس اړينه ده چې هغو مهارتونو او تعليمي نصابونو ته جدي پاملرنه وشي، چې د وخت او کاري بازار له اړتياوو سره سمون ولري.

