د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې رييس مولوي غلام حيدر شهامت وايي، د ځوانانو مسلکي روزنه او د هغوی د مهارتونو لوړول د ټولنې په پرمختګ کې مهم او اغېزناک رول لري.
د اميد راډيو خبريال «د مسلک او مهارت» تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د ښاغلي شهامت په حواله ويلي، په مسلکي ډول د ځوانانو روزنه کولی شي هغوی ته د کار په بازار کې د اسانه کارموندنې زمينه برابره کړي.
د يادې ادارې رييس همدارنګه زياته کړې، دا مهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د ځوانانو لپاره مناسبې او پراخې زمينې برابرې شوې، څو وکولای شي د عملي مهارتونو له لارې ځان ته د کار او عايد فرصتونه رامنځته کړي.

