ډېر لوستل شوي

د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې 

د کابل ښاروالي وایي چې په ۱۶مه ناحیه کې د فرعي سړکونو، کوڅو او تفریحي پارک‌ جوړولو د شپږو پروژو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.  

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژه‌‌یي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۵۰٫۹ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.  

سرچینې لیکلي چې په دغو پروژو کې په ټولیزه توګه د ۳ زره ۸۴۷ متره په اوږدوالي او ۴ – ۶ متره په سور سړکونه او کوڅې، او همداراز پر ۸۰۰۰ متره مربع ځمکه یو تفریحي پارک شامل دی. 

  د کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي په هره پروژه کې د ورځې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د یاولو ده چې د دې پارک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي مناسب تفریحي ځای ته لاسرسی ومومي او همداراز به د کابل ښار بڼه مثبت بدلون ومومي.

اړوند خبرونه