ډېر لوستل شوي

نوي کابل ښار کې د ابادۍ لپاره نوی مهم ګام؛ سلګونه کسانو ته پکې د کار زمينه برابرېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا په موخه یو بل مهم ګام پورته شوی، چې له امله به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د ياد وزارت وزير مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د نوي کابل ښار اړوند د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له ځینو مسوولینو سره په کتنه کې د رسول مصیر پراختیا ورکوونکي شرکت تفصیلي پلان منلی، چې له هر اړخیزو تخنیکي ارزونو وروسته ورته د عملي کار رسمي اجازه ورکړل شوې ده.

ښاغلي حقاني زياته کړې، د دې پلان پلي‌کېدل به د نوي کابل ښار د ابادۍ بهیر چټک کړي، ښاري زیربناوې به پیاوړې کړي او د بې‌کارۍ د کچې په راټیټولو کې به اغېزمن رول ولري.

د کور او ښارجوړولو وزارت ټينګار کړی، دا پروژه به د معیاري استوګنځایونو د جوړېدو لامل شي او د مسکن د شته ستونزې په کمولو کې به مرسته وکړي، چې ټولې چارې به د ښاري پلان، ساختماني معیارونو او چاپېریالي اصولو سره سم پر مخ یوړل شي.

اړوند خبرونه