د چین د بهرنیو چارو وزارت د کابل په شهرنو سیمه کې پرونۍ چاودنه چې په رسټورانټ کې رامنځته شوې وه، په کلکه غندلې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن(سه شنبه، مرغومي ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو دې پېښې ته غبرګون ښودلی. دغه وزارت د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي چې د زخمیانو په درملنه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي. چین همداشان د پرونۍ پېښې د عاملینو پر موندلو او عدالت ته یې د کشولو غوښتنه هم کړې ده.
ددې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « چین له افغانستان څخه غواړي چې د چینایي وګړو، پروژو او چینایي بنسټونو په ساتنه کې لا ډېر زیار وباسي.»
یاده دې شي چې پرون(دوشنبه، مرغومي ۲۹مه) ماسپښین مهال د کابل د شهرنو سیمې په ګل فروشۍ کوڅه کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

