ډېر لوستل شوي

کراچۍ کې د اورلګېدنې خونړۍ پېښه؛ ۲۶ کسان مړه او ۸۱ نور لا هم تري تم شوي

د کراچۍ ښار په يوه سوداګريز مارکېټ کې د سختې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي او ۸۱ نور لا هم تري تم دي.
د ژغورنې ډلې وايي، په دې مارکېټ کې لګېدلی اور تر ۳۶ ساعتونو وروسته قابو شوی او د ودانۍ ۶۰ سلنه برخه نړېدلې، چې له امله يې د پلټنې او ژغورنې عمليات له جدي ستونزو سره مخ دي.
په يادې ودانۍ کې شاوخوا ۱۲۰۰ هټۍ دي، چې د سر له درنو زيانونو سربېره يې خلکو ته پراخ مالي زيانونه هم اړولي دي.
د سيمې اوسېدونکي او د ورکو کسانو خپلوان لا هم د خپلو دوستانو او خپلوانو د موندلو په تمه دي.
پوليسو ويلي، د ورکو کسانو د کورنيو د اړيکو شمېرې يې ترلاسه کړې او د ۲۰ څخه د زياتو کسانو د موبايل موقعيتونه د پېښې دننه سيمه کې ښودل شوي دي.

اړوند خبرونه