د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پکتیا د برمل ولسوالۍ په مرغې سیمه کې د پخواني جهادي قومندان مولوي محمد کلام نافذ د ورور شاه دراز خان په جنازه کې ګډون کړی او د جنازې له لمانځه وروسته یې لنډه وینا کړې ده. نوموړي د مرحوم کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.
ښاغلي حقاني ویلي چې له پنځوسو کلونو وروسته هېواد امن شوی او اوس نه غواړي چې د پاکستان له خوا افغان خاوره او یا له افغان خاورې پاکستان کې ناامني رامنځته شي.
حقاني افغانستان د جرګو او مرکو وطن ياد کړی او ټينګار يې کړی چې له اشغال په ميراث پاتې ستونزې بايد د مرکو له لارې حل شي. نوموړي په خپله وینا کې څرګنده کړې چې د هېواد د هوساینې او پرمختګ لپاره به خپلې هڅې نه دروي.

