د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي د بنګلهدېش د جامو تولیدوونکې او صادروونکې ټولنې (BGMEA) له رییس سره کتلي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې له افغانستان څخه بنګلهدېش ته د پنبې د صادراتو د زیاتوالي او د ګډو همکاریو او په سوداګرۍ کې د دوهاړخیزو اسانتیاوو د رامنځتهکولو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د BGMEA د رییس په حواله ویل شوي چې افغانستان د لوړ کیفیت پنبه لري، او د بنګلهدېش هېواد د رخت تولیدوونکي شرکتونه لېواله دي چې د افغانستان د پنبې له سوداګرو سره مستقیم قراردادونه لاسلیک کړي. بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې، اسلامي ورورولي او ګډ سوداګریز فرصتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړولای شي.

