ډېر لوستل شوي

د بهرنیو چارو وزیر او «الکساندر متیو» د ځپل‌شویو افغانانو پر لاسنیوي خبرې کړې

د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا او آرام سمندر د سیمې له مسوول «الکساندر متيو» او مل پلاوي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د راستنېدونکو افغانانو او د طبیعي پېښو له امله ځپل‌شویو سره د بیړنیو مرستو په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼې د مولوي امیرخان متقي له قوله ویلي چې د اسلامي امارت لخوا د راستنېدونکو مهاجرینو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او د دې پروسې لپاره له ټولو امکاناتو کار اخیستل کېږي.
بلخوا الکساندر متيو ویلي چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بشري مرستو اړوند اړین معلومات راټول او د مرستو د تشې کمولو لپاره له اړونده لورو سره خپلې هڅې جاري ساتل شوې دي.

اړوند خبرونه