ډېر لوستل شوي

ټرمپ د پاريس د «جې۷» په سر مشريزه کې ګډون نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په پاریس کې د جي۷ هېوادونو په سرمشریزه کې به ګډون ونه‌کړي.
ټرمپ د یوې خبري ناستې پر مهال ويلي، که څه هم له فرانسې او برېتانیا سره ښې اړیکې لري، خو نه غواړي په یاده سرمشریزه کې حاضر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ګرینلنډ د موضوع له امله د امریکا او اروپا ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. ټرمپ تر دې مخکې ګواښ کړی و، که اروپا د ګرینلنډ په تړاو د امریکا غوښتنه ونه‌مني، نو پر اروپايي هېوادونو به درنې ګمرکي تعرفې ولګوي.
بلخوا، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د داووس په نړیوال فورم کې د ټرمپ څرګندونې غندلې او ټینګار یې کړی، چې اروپا به د ګواښونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.
ټاکل شوې، د «جي۷» سرمشریزه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې په پاریس کې ترسره شي.

اړوند خبرونه