ډېر لوستل شوي

پاکستان د هندي الوتکو پر مخ د هوايي حریم بندیز نور هم غځولی

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې (PAA) خبر ورکړی، چې د هندي الوتکو لپاره د پاکستان د هوايي حریم بندیز به د فبرورۍ تر ۲۴مې نېټې پورې پر خپل حال پاتې وي.
یادې ادارې نن ویلي، دا بندیز یوازې د سوداګریزو الوتکو پورې محدود نه دی، بلکې د هند په ملکیت کې اخیستل شوې ټولې پوځي او ملکي الوتکې هم پکې شاملې دي. تر دې وړاندې دغه بندیز د جنورۍ تر ۲۳مې پورې اعلان شوی و.
د معلوماتو له مخې، د هندي الوتکو پر مخ د پاکستان فضايي حریم د اپرېل له ۲۳مې راهیسې تړلی دی. پاکستان او هند له هغې وروسته خپل هوايي حریمونه وتړل، چې د کشمیر د پهلګام په سیمه کې په یوه خونړي برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.
بايد وويل شي، چې تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي تګ‌ـ‌راتګ د عادي کېدو په اړه کومه نوې پرېکړه نه ده شوې.

اړوند خبرونه