ډېر لوستل شوي

د هېواد لویې لارې د واورې او توپان له امله لنډمهاله تړل شوې

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د نن سهار راپدې خوا د سالنګونو لويه لار د تېزې واورې او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ په لنډمهاله توګه تړل شوې ده.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو ۶۰ سانتې‌مترو او په جنوبي سالنګ کې تر ۲ مترو ۶۸ سانتې‌مترو پورې رسېږي.

د ټولګټو وزارت ډاډ ورکړی، چې د ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو پرسونل بشپړ چمتووالی لري چې د هوا له ښې کېدو سره سم به لارې پاکې او د ترافیکو پر مخ بيا پرانیزي. مسوولينو دغه راز له ټولو موټرچلوونکو غوښتي، چې د سفر پر مهال احتیاطي ګرمې جامې، خوراکي توکي او د اړتيا وړ وسايل له ځان سره ولري.

اړوند خبرونه