ډېر لوستل شوي

هرات کې په واورو کې بند پاتې سلګونه موټر ژغورل شوي

د هرات ولايت مسوولينو خبر ورکړی، چې د تېرې شپه د سختې واورې او يخني له امله په «هرات‌-‌اسلام‌کلا، هرات‌ـ‌‌تورغونډۍ او هرات‌ـ‌کندهار» پر لويو لارو کې بند پاتې په سلګونه موټرې ژغورل شوې دي.

د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، چې دا اقدام د والي شيخ مولانا اسلام‌جار له لوري اړوندو ولسواليو، ټولګټو، کليو د پراختيا، سرې مياشتې، پېښو پر وړاندې د مبارزې، امنيه قوماندانۍ او ترافيک مديريت ته له سپارښتنو وروسته ترسره شوي دي. د هرات ولايت مسوولين ډاډ ورکوي، چې د همغږۍ او د تخنيکي پرسونل د چمتووالي له امله د تګ‌ـ‌راتګ په ټولو لارو کې بېړني او اړين خدمتونه دوام لري.

اړوند خبرونه