د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالختیځ، سوېلختیځ او مرکزي ولایتونو کې د تودوخې درجې د ټیټېدو اټکل شته.
یادې ادارې له هېوادوالو غوښتي چې د سړې هوا پرمهال لازم احتیاطي تدابیر ولري.
د هواپېژندنې ادارې همداراز سبا (جمعه) په بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د واورین او باراني ورښت اټکل هم کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۲۵ او د واورې کچه له ۱۰ – ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کېدای شي. د یادولو ده چې د دې ترڅنګ د سالنګونو په ګډون د هېواد په مرکزي او سویلختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو په اړه خبرداری هم ورکړل شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۸۵ کیلو مترو پورې وي.

