ډېر لوستل شوي

پر کابل ښار د کال لومړۍ واوره اوري

نن د سلواغې یا دلوې په ۲یمه د کابل ټول ښار د واورې د لومړي اورښت کوربه دی.

د کابل په ګډون د هېواد ډېری ولایتونو کې هم دمګړۍ د واورې تېز اورښت روان دی او هېوادوال یې د راتلونکي اباد کال زېری ګڼي.

تېره ورځ د ټرانسپورټ وزارت د هواپېژندنې ادارې رییس، محمد نسیم مرادي امید راډيو ته وویل، چې د یادې ادارې د موډلونو پر اساس هېواد ته له شمال‌لوېدیځ لوري د یخنۍ څپه په راننوتو ده چې ګڼ ولایتونه به تر خپل پوښښ لاندې ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې حکومتي مسوولینو وړاندې پر هېوادوالو غږ کړی و، چې د وچکالۍ اغېزو کمېدو لپاره دې واوره له اورښت وروسته وړو کیندل شویو ځایونو کې ذخیره کړي.

اړوند خبرونه