د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف سره ويډيويي خبرې کړې دي.
په ياد هېواد کې د افغانستان سفارت وايي، په دې ويډيويي اړيکه کې دواړو لوريو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوهاړخيزو اړيکو، د سيمهييزو همکاريو د پراختيا او د روان ميلادي کال لپاره د ګډو پروګرامونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګونه مثبت بللي او زياته کړې يې ده، چې د اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنیدارو اړيکو د لا پياوړتيا په پایله کې، د ټاپي پروژې عملي چارې د هرات په مسير کې پيل شوې، د وسپنې پټلۍ او ټاپي پروژې د تطبيق په درشل او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پراختيا په حال کې دي.
بلخوا، د ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف د دواړو هېوادونو تاريخي او دوستانه اړيکو ته په اشارې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د بېلابېلو برخو په کچه د اړيکو له پراختيا خوښي ښودلې او د ګډو اقتصادي پروژو د تطبيق، د لوړپوړو چارواکو د سفرونو او د راتلونکو ګډو پروګرامونو پر منظم تنظيم يې هم ټينګار کړی دی.

