د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رييس مولوي مطيعالحق خالص په هېواد کې د نيالګيو کېنولو «ملي کمپاين» کې د خصوصي سکتور پر ونډې ټينګار کړی دی.
ياده اداره وايي، د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين د اغېرمن تطبيق په موخه له خصوصي سکتور د همکارۍ د جلب لپاره په ګډه ناسته کې ښاغلي خالص ټينګار کړی، چې ټولې اقتصادي او صنعتي چارې بايد د چاپېريال ساتنې د معيارونو او دايمي پرمختګ له اصولو سره سمې ترسره شي.
د نوموړې ادارې عمومي رييس چاپېريال ساتنه يو ګډ شرعي، ملي او انساني مسووليت بللی او له خصوصي سکتورونو يې غوښتي، چې په روان کال کې د نيالګيو کېنولو، د صنعتي پارکونو د سمسورتيا او د شنو سيمو د زیاتوالي په برخو کې فعاله ونډه واخلي. د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې ټولو ګډونوالو د ياد پروګرام هرکلی کړی او د چاپېريال ساتنې په برخه کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

