د ارشاد، حج او اوقافو وزير شیخ نورمحمد ثاقب وايي، د سعودي عربستان له لوري د افغانستان لپاره د سږني کال د حج ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې او د لا زیاتې سهمیې د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د اميد راډيو خبريال د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د «حج د سهميې او لګښتونو» په تړاو کنفرانس کې د ښاغلي ثاقب په حواله ويلي، چې د سعودي عربستان له لوري د اضافي سهمیې په تړاو هم مثبتې ژمنې ورکړل شوې دي.
د ښاغلي ثاقب په وینا، ټول حاجیان مکلف دي، چې روان کال اړین روغتیايي واکسینونه تطبیق کړي او خپل صحي اسناد له ځان سره ولري.
نوموړي ويلي، د اضافي لګښتونو تر مخنیوي وروسته د سږ کال لپاره د یوه حاجي لګښت ۲ لکه ۶۶ زره ۴۰۰ افغانۍ او د حج د ټولې پروسې لګښت ۷ میلیارد ۸ سوه ۱۸ میلیونه ۳ لکه ۷ زره ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر همداراز زیاته کړې، چې د سږني کال د یوه حاجي لګښت د تېر کال په پرتله کم شوی او له هر حاجي څخه به ۱۵ زره ۶ سوه ۹۰ افغانۍ کمې اخیستل کېږي، ځکه تېر کال د یوه حاجي لګښت ۲ لکه ۸۲ زره ۹۰ افغانۍ و.

