ډېر لوستل شوي

بولان غر د ځمکې له سطحې ۳۰ متره لاندې پټ طبیعي جوړښتونه لري

 د زابل په «سیورې» ولسوالۍ بولان غر کې د ځمکې له سطحې شاوخوا ۳۰ متره لاندې داسې نادر او پټ طبیعي جوړښتونه موندل کېږي چې رسېدل ورته اسانه نه دي، خو لیدل یې د خطر او حیرانتیا تر څنګ ګڼې تاریخي او علمي پوښتنې راولاړوي.

د امید راډیو خبریال په راپور کې د ځايي اوسېدونکو او سیلانیانو له قوله ویل شوي چې که د ښکته‌کېدو دا لاره اساسي ورغول شي، بولان غر به د زابل له مهمو سیاحتي سیمو څخه شي او د سیلانیانو شمېر به هم څو چنده زیات شي.

د راپور له مخې چې یو شمېر تاریخ‌پوهان دا سیمه د پښتنو له لرغونو نیکونو، مذهبي خلوتونو او تاریخي تګ راتګ سره تړي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې علمي تثبیت ته لا ډیره اړتیا ده.

بلخوا د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې بولان غر ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ مخ په زیاتېدو ده او ډاډ ورکوي چې د دې سیمې د سیاحتي ارزښت ساتنې او د لارې د اساسي رغونې لپاره به عملي ګامونه پورته شي.

اړوند خبرونه