ډېر لوستل شوي

د بلوڅانو هېروف۲ عملیات؛ اورناچ کې یې له ۲۰ ډېر پاکستاني سرتېري وژلي او ۷ تنه یې ژوندي نیولي

له بلوچستان څخه ازادو رسنیو خبر ورکړی، چې یوازې د یاد ایالت اورناچ سیمه کې د هېروف۲ عملیاتو په جریان کې له ۲۰ ډېر پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

یادو رسنیو د خپلو ځايي سرچینو په حواله ویلي، چې اورناچ کې ۷ پاکستاني پوځیان ژوندي هم نیول شوي دي.

د بلوچستان پوسټ رسنۍ د یادو ارقامو خپرولو ترڅنګ ویلي، چې د بلوڅ ازادي‌غوښتونکي غورځنګ وسله‌والو د بلوچستان مرکزي ښار په ګډون ۱۱ ښارونو او لویو سیمو کې سخته جګړه پیل کړې او د پاکستاني رژیم ګڼ اهداف یې تر پراخو بریدونو لاندې نیولي.

د یادونې وړ ده، چې د بلوڅانو یاد غورځنګ نن پر پاکستان عسکرو او اهدافو د «هېروف۲» په نوم نظامي عملیات پیل کړل.

اړوند خبرونه