د بغلان ولايت اړوند کيلهګي سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا پېښه د يو پاسو او فلډر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کيلهګي د لومړي امنيتي سمت پوليسو د پېښې ځای ته پر وخت رسېدنه کړې او ټپيان يې د درملنې په موخه د پلخمري ښار ملکي روغتون ته لېږدولي دي. د بغلان امينه قوماندانۍ ډاډ ورکړی، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه د ترافیکو پولیسو پلټنې روانې دي.

