ډېر لوستل شوي

تهران کې د قطر–ايران لوړې کچې خبرې؛ پر سيمه‌ييز ثبات ټينګار شوی

د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د شنبې په ورځ د رسمي سفر په ترڅ کې تهران ته تللی او هلته یې د ايران د ملي امنيت شورا له منشي علي لاريجاني سره کتلي دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت وايي، دواړو لوريو په دې ناسته کې د سيمه‌ييز وضعيت، د کړکېچ د راکمولو او د ثبات د پياوړتيا پر موضوعاتو خبرې کړې دي. د وزارت په وينا، د قطر د بهرنيو چارو وزير د ځانګړي پيغام له سپارلو وروسته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

بل‌خوا، ايراني رسنيو هم خبر ورکړی، چې د قطر لوړپوړي ډيپلومات خپل پيغام رسولی او سفر يې لنډ و. دا په داسې مهال ده، چې د امريکا ولسمشر له فاکس‌نيوز سره په مرکه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ احتمالي مذاکراتو ته په اشارې ټينګار کړی، چې راتلونکی وضعيت به د دواړو لوريو په پرېکړو پورې تړلی وي.

اړوند خبرونه