د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت خبر ورکړی، چې ټاکل شوې ملا عبدالغني برادر اخوند نن (يکشنبه، د سلواغې ۱۲مه) د ترکمنستان د لومړي وزير د مرستيال او د بهرنيو چارو د وزير رشيد مردوف په مشرۍ له لوړپوړي پلاوي سره په هرات ولايت کې رسمي ليدنه وکړي. دا ليدنه په داسې مهال کېږي، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي تر دې وړاندې له رشيد مردوف سره د ټيليفون له لارې د دوه اړخیزو ګټو، د سیمهییزې همکارۍ د پراختیا او د راتلونکي کال لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پلانونو خبرې کړې وې.

