د غزې روغتيايي او ځايي چارواکي وايي، د شنبې په ورځ د غزې تړانګې په ګڼو سيمو کې د اسراييلو د هوايي بريدونو په پايله کې لږ تر لږه ۳۲ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطين ملکي ادارې ويلي، چې په شهيدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د همدې ادارې په وينا، د خانيونس په جنوب کې د بېځايه شويو پر خېمو د چورلکو له خوا ډزې شوې دي.
فلسطيني سرچينې دا بريدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړيتوب د اوربند د دويم پړاو له پليکېدو وروسته تر ټولو سخت بللي دي.
حماس ويلي، په خانيونس کې شهيدان شوي اووه کسان د يوې بېځايه شوې کورنۍ غړي وو. د ملکي دفاع يو وياند زياته کړې، چې په دغو بريدونو کې استوګنيزې ودانۍ، خېمې، پناه ځایونه او د پوليسو يو مرکز په نښه شوی دی. د غزې ښار د شفا روغتون چارواکو هم ويلي، چې په يوه جلا هوايي بريد کې يوه استوګنيزه ودانۍ ويشتل شوې، چې له امله یې د درېيو ماشومانو په ګډون دوې ښځې شهيدانې شوې دي.

