ډېر لوستل شوي

په لوړه کچه د افغانستان او ترکمنستان ناسته؛ پر ټاپي او نورو ستراتیژیکو پروژو خبرې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره کتلي دي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ليدنه کې د ټاپي، ټاپ، وسپنې پټلۍ او برېښنا اړوندو پروژو، د سيمه‌ييز اتصال پياوړتيا او اقتصادي همکاريو پر پراختيا خبرې شوې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا ته زمينه برابره کړې او زياته کړې يې ده چې د سعودي عربستان د «دلتا انټرنېشنل» کمپنۍ له لوري په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتيا ښودل شوې ده.

ښاغلي برادر له ترکمنستان غوښتي، چې د هرات‌ــ‌تورغونډۍ رېل پټلۍ په تړاو خپل دريځ روښانه کړي او د افغانستان له لوري يې د ټاپ پروژې د لار نقشې د وروستۍ‌کېدو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دي.

بل‌خوا، رشید مردوف د ټاپي پروژې د عملي‌کېدو لپاره د اسلامي امارت له همکارۍ مننه کړې او ويلي يې دي چې د روان ميلادي کال تر پايه به د دې پروژې چارې د هرات تر مرکز پورې ورسېږي.

نوموړي د هرات‌ــ‌تورغونډۍ رېل پټلۍ او افغانستان ته د برېښنا د انتقال په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

د ويلو ده، چې د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات هم له ګډونوالو سره شریک کړي دي.

اړوند خبرونه