د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه پيل شوې ده.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د یاد وزارت د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام رييس داوود میرکي له قوله ويلي، چې د سرطان ناروغي د بېلابېلو عواملو له امله رامنځته کېږي او د تېرو شلو کلونو پر مهال د جګړو، بېځایه کېدنې او چاپېریالي ککړتیا له امله د دې ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی، که د سرطان ناروغۍ پر وخت تشخیص او درملنه ونه شي، نو تر ۲۰۴۹ کال پورې به د دې ناروغۍ کچه شاوخوا ۶۰ سلنه لوړه شي. د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام رييس زياته کړې، دا مهال په نړيواله کچه هر کال نږدې ۲۰ میلیونه کسان په سرطان اخته کېږي او شاوخوا ۱۰ میلیونه نور د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

