په کابل کې يوه خصوصي روغتون د عامې روغتيا وزارت تر چتر لاندې د «سينې جراحي عملياتو لومړنی نړيوال کنفرانس» د هسپانيا هېواد څخه د پروفيسور دياګو ګونزاليز ريواس، د ياد وزارت د لوړپوړو چارواکو، د افغانستان طبي شورا، د افغانستان د جراحانو ټولنې، معتبرو طبي بنسټونو او يو شمېر ډاکټرانو په شتون کې پیل کړی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د مسوولينو په حواله ويلي، چې ټاکل شوې نن د پرمختللو جراحي عملياتو جامع مرکز ( Minimally Invasive Surgery Center) هم پرانېستل شي. د یادونې وړ ده، چې د کنفرانس په لړ کې به د پروفېسور ګونزالیز ریواس له لوري د پرمختللو سينهيي جراحي عملیاتو، د سږو د سرطان جراحي او د قصباتو (تنفسي لارو) د سرطان جراحي په اړه علمي بحثونه او مسلکي ویناوې هم وړاندې شي.

