د ټولګټو وزارت وایي چې په بغلان ولایت کې د دهنهغوري ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۳۸۹٫۴ میلیون افغانیو په ارزښت پيل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې یاد سړک ۱۷.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، چې ۷ متره یې اسفالټ او دواړو غاړو ته یې یو نیم یو نیم متر شولډرونه شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د یاد سړک په اوږدو کې د ۵۱ پایې پلګوټو، ۱۶۰۰ مترو استنادي دېوالونو او ۸۹۰ متره د سړک غاړې ویالو د رغونې چارې هم شاملې دي.
سرچینې لیکلي چې دا رغنیزې چارې به د ۱۵ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي. د ټولګټو وزارت د ویاند په وینا چې د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د کار په بشپړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

