ډېر لوستل شوي

د م.م وروستيو څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ “داعش خوارجو په ګاونډيو هېوادونو کې ځالې جوړې کړې”

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه مطرح کېدونکې اندېښنې بې‌اساسه دي او د واقعیت پر ځای د ناسم معلوماتو پر بنسټ ولاړې دي.

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي: “دغه اندېښنې ځکه مطرح کېږي، چې افغانستان په یادو ناستو کې شتون نه لري ترڅو خپل مستند دریځ او حقیقي وضعیت وړاندې کړي.”

د وياند په وينا، ځینې هېوادونه له همدې تشې څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په تړاو پروپاګند کوي او بې‌ځایه اندېښنې رامنځته کوي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې په افغانستان کې بشپړ امن دی او دلته هېڅ بهرنۍ او یا خپل‌سرې وسله‌والې ډلې شتون نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د داعش خوارجو پدیده په افغانستان کې ماته شوې، خو له بده مرغه یادې ډلې د هېواد له پولو بهر، په ځانګړې توګه په ګاونډیو سیمو کې ځالې جوړې کړې دي. مولوي ذبیح‌الله مجاهد همداراز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي او ویلي یې دي، چې له دې امله باید هېڅ هېواد اندېښنه ونه لري.

اړوند خبرونه