ډېر لوستل شوي

فراه بندر کې د ۲۵ ټنه کم‌کیفیته بټریو د واردېدو مخه نیول شوې 

د معیار او کیفیت اداره وایي چې د کورني بازار د خوندیتوب په موخه په فراه بندر کې ۲۵ ټنه کم‌کیفیته بټرۍ بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د بټریو دا ۲۵ ټنه وزن‌لرونکې محمولې له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود، او له هراړخیزې څېړنې وروسته مسترد شوې ده. 

د معیار او کیفیت ادارې دا نه دي ویلي چې دا بټرۍ له کوم هېواد څخه واردېدې، خو له سوداګرو یې غوښتي چې کورنیو معیارونو ته په پاملرنې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.  سرچینې لیکلي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفاف، منظم او پرېکنده توګه روانه ده.

اړوند خبرونه