د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو له بندخونو شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.
د ياد وزارت د عامه اړيکو او مطبوعاتو رييس حافظ ضيا احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د همدې وزارت د ځانګړي هدايت او په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لوی سفارت د پرلهپسې هڅو په پايله کې، د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت دغه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړي دي.
ښاغلی تکل زياتوي، له خوشې شويو کسانو يو شمېر هېواد ته راستانه شوي او د پاتې کسانو د راستنېدو بهير به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي. د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدامه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په بهر کې د افغان بندیانو د قضيو د تعقيب لپاره به خپلې هڅې دايمي وساتي.

