د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې روان کال په ټول هېواد کې ۱۵۸ زره او ۲۰۵ مټریک ټنه پنبه راټوله شوې ده.
د یاد وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، د پنبې د تولید تر ټولو لوړه کچه په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې، چې د پنبې د کرکېلې له مهمو سیمو شمېرل کېږي.
د معلوماتو پر بنسټ، پنبه په فراه، ننګرهار، نیمروز، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې هم په پراخه کچه کرل شوې او حاصلات یې تر لاسه شوي دي.
سږ کال د هېواد په کچه له ۱۰۴ زره او ۲۳۶ هکټاره زیاته ځمکه د پنبې کرکېلې ته ځانګړې شوې وه، چې د وزارت په وینا، د پام وړ حاصلات یې ورکړي دي.
پنبه د افغانستان له مهمو کرنیزو او صادراتي محصولاتو څخه ده، چې د مناسب بازار او د قناعت وړ بیې له امله د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه مطرح ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپل پنځهکلن پلان کې پنبه د لوړ ارزښت لرونکی محصول بللی او هوډ يې ښودلی، چې تولیدات یې زیات او نړيوال بازار ورته رامنځته کړي.

