ډېر لوستل شوي

له ګاونډیو هېوادنو نږدې ۶۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې 

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، پرون (پنجشنبه) په بېلابېلو لارو  ۶۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۲، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲۹ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې ۵۷۳ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۷۷۶ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري را ایستل زیات کړي دي.  بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

اړوند خبرونه