د کورنيو چارو وزارت نن رسماً په پلازمېنه کابل کې ټرافیک پولیسو ته نوي موټر ورکړي دي.
ياد وزارت وايي، دا موټر چې د ټرافیک پولیسو د ځانګړي رنګ، نښان او عصري تجهیزاتو درلودونکي دي، د ښاري او لویو لارو پر سر د ټرافیکي نظم د خونديتوب، د پېښو د مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي. د ټرافیک پولیسو مسوولین وايي، چې د نويو وسایطو په ورکړې سره به د ټرافیکي قوانینو د تطبیق کچه لوړه، د پېښو پر وخت د پولیسو رسېدنه چټکه او د ولس باور نور هم پیاوړی شي.

