ډېر لوستل شوي

غزني کې د ۵٫۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي

د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د یاد ولایت «ولي محمد شهید» ولسوالۍ په «ده‌ملا» کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې چې دا شبکه د ۵٫۸ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۳۰۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
سرچینې لیکلي چې په یاده شبکه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، ۵۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۹۳۷۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۲۵ نلکو نښلول شامل دي.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دې شبکې د جوړولو پرمهال به لسګونه کسانو ته کار زمینه هم برابر شي.

اړوند خبرونه