ډېر لوستل شوي

هېواد کې د کډوالو دایمي مېشتېدنه؛ تېره اوونۍ نږدې ۹۰۰ راستنوشویو کورنیو ته ځمکې ورکړل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې تېره اوونۍ د یاد وزارت د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري د دایمي مېشتېدو په موخه یو شمېر ولایتونو کې سلګونه راستنو شویو کورنیو ته ځمکې ورکړل شوې دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په کونړ کې ۱۵۵ کورنیو، په ننګرهار کې ۵۷۰ کورنیو، کندوز ولایت کې ۱۰۹ کورنیو او په زابل ولایت کې ۶۱ راستنو شویو کورنیو ته ځمکې ورکړل شوې دي. 

د سرچینې په وینا چې په تر دې دمه په یو شمېر ولایتونو کې ۶ زره ۴۳۷ راستنو شویو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې دي.  د خبرپاڼې له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د ولسونو د هوساینې لپاره د ارام ژوند زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې اړوند هر اړخیز خدمات وړاندې کړي.

اړوند خبرونه