ډېر لوستل شوي

د سوري زړه لرونکي ۱۵ هېوادوال د درملنې لپاره هند ته لېږل کېږي

افغاني سره میاشت وایي چې دا اداره له کلونو ځنډ وروسته د سوري زړه لرونکي ۱۵ هېوادوال د درملنې په موخه هند ته استوي.
د سرې میاشتې د خبرپاڼې له مخې چې د دغو ناروغانو درملنه په هېواد کې ناشونې وه او اوس هند ته لېږل کېږي.
سرچینې لیکلي چې په لومړي پړاو کې درې تنه په ازمایښتي ډول او پاتې ۱۲ دا ناروغان به نږدې راتلونکي کې هند ته واستول شي.
بلخوا د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس، شیخ شهاب‌الدین دلاور هند ته د سوري زړه لرونکو دغو ناروغانو د ازمایښتي بهیر پر پیل خوښي ښودلې او ډاډ یې څرګند کړی چې نږدې راتلونکي کې به په کابل کې هم د زړه ناروغۍ معیاري روغتون پرانیستل شي.
نوموړي ویلي چې سره میاشت له کاري شریکانو سره په همغږۍ د هېوادوالو د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو د لا زیاتولو هڅې کوي.

اړوند خبرونه