ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له «جولان وهابوف» سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان د مرکزي آسیا نړیوال انستیتوت له رییس او د دغه هېواد د ولسمشر له سلاکار «جولان وهابوف» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې مولوي احمدالله زاهد ویلي چې اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو، متوازنو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي زاهد دا هم ویلي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پراخ سوداګریز فرصتونه شته او پکار ده چې له دغو شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز لیکلي چې بلخوا جولان وهابوف ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او ازبکستان سوداګریز حجم تر ۲ میلیارده ډالرو پورې ورسېږي.
د نوموړي په وینا چې شاوخوا شپږ کاله مخکې د افغانستان او ازبکستان کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ میلیونه ډالره و، خو د تېر کال تر پایه دغه کچه ۱٫۶ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

اړوند خبرونه