ډېر لوستل شوي

سمنګان کې د خونړۍ ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د سمنګان امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوی دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د دریو موټرو د ټکر په پایله کې شوې او نهو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې او د ټپیانو وضعیت یې نازک ښودلی دی.
د یادولو ده چې تېره ورځ په بدخشان کې د یو موټر چپه‌کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي وو.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه