ډېر لوستل شوي

شیخ عبدالباقي حقاني:کوم هېواد چې قوي پوځ ونه‌لري سرحدونه نه‌شي ساتلی

د ازموينې ملي ادارې رييس شيخ عبدالباقي حقاني د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ ۱۷مې دورې فراغت غونډې په مراسمو کې د قانون پر تطبيق ټينګار کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، کوم هېواد چې قوي پوځ ونه‌لري سرحدونه نه‌‌شي ساتلی.

د ازموينې ملي ادارې رييس له نويو فارغ شويو غوښتي، چې د اسلامي او افغاني روحیې په رڼا کې له خپلې خاورې، ولس، سرحدونو او خلکو ساتنه او دفاع وکړي.

اړوند خبرونه