ډېر لوستل شوي

مسکو کې د افغان زده‌کړيالانو په تړاو خبرې شوې

په روسيې کې د افغانستان لوی سفارت کلتوري اتشې فضل الهادي حمزه د خلکو د دوستي (RUDN) پوهنتون کې د ټولو بېرغونو په نوم جوړ شوي علمي پروګرام کې ګډون کړی دی.
ياد سفارت وايي، په دې پروګرام کې د آسیايي، افریقايي او د روسيې د مشترکو ګټو هېوادونو په سفیرانو او ډیپلوماټانو سربېره د بېلابېلو پوهنتونونو استازو هم ګډون کړی وو.
دغه راز په دې پرواګرام کې ښاغلي حمزه د ياد پوهنتون له مسوولينو سره د افغان زده‌کړيالانو په اړه هراړخیزې خبرې کړې او له مسوولینو یې غوښتي، چې د افغان زده‌کړیالانو لپاره غوره زده‌کړیيز چاپېريال په پام کې ونیول ونیسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د (RUDN) پوهنتون رييس د علم په ډګر کې د تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو نوښتونو په اړه هراړخیزې خبرې کړې او زیاته کړې يې ده، چې په روسیه کې د بهرنیو ډيپلوماټانو لپاره يې هم ځانګړي زده‌کړیيز پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

اړوند خبرونه