د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د امنیتي ځواکونو روزنه او مسلکیتوب د ټولنې اړتیا ده، او له همدې امله د اسلامي امارت مشرتابه سپارښتنه کړې چې یاد ځواکونه باید مسلکي شي.
د اميد راډيو خبريال د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ ۱۷ دورې فراغت غونډه په مراسمو کې د ښاغلي قانع په حواله ويلي، چې فارغان باید خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، څو په مسلکي ډول د زیاتي پوهې سره د ولس او خاورې دفاع او ساتنه وکړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړې، امنیتي ځواکونه باید هر وخت چمتو وي، څو د ولس د اړتیا او غوښتنې سره سم خدمت وکړي.

